د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې عالي شورا د سولې خبرو بیا پیل هرکلی کوي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني په اسلام آباد کې د خپلو وروستیو خبرو د نتایجو په هکله د جمعې په ورځ پد سولې د عالې شورا غړي حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په هکله جدي خبرې کړې دي.ه کابل کې خبریالانو ته وویل چې د آسیا زړه د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د یوې دایمي سولې د راوستولو لپاره د همکاري ژمنه کړې.

کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د خبرو د بيا پیل هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا بهیر به ژر تر ژره پیل شي.

د سولې د عالې شورا غړي حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په هکله جدي خبرې کړې دي.

حبیب الله فوزي وویل ، طالبانو سره د خبرو پیل هغه یوه لاره ده چې موږ سولې ته رسولای شي او لکه څنګه چې ولسمشر ویلي؛ موږ هم خوشبین او هیله من یو چې کېدای شي په راتلونکو دوو یا درو اونیو کې خبرې پیل شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په اسلام آباد کې د خپلو وروستیو خبرو د نتایجو په هکله د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د آسیا زړه د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د یوې دایمي سولې د راوستولو لپاره د همکاري ژمنه کړې.

ولسمشر غني وویل ، زموږ اساسي هدف دا دی چې راتلونکی کال د تېر کال تکرار نه وي. د همدې لپاره موږ لومړی باید خپلو امنیتي ځواکونو او بیا خلکو ته ډاډ ورکړو چې د سولې پروسه به په ویاړ او عزت او د افغانستان له اساسي قانون سره سم ترسره شي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم د جمعې په ورځ وویل چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې لپاره د مشورو لړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې لومړنۍ نېغ په نېغه خبرې په تېر جولای میاشت کې اسلام آباد ته نږدې په مري کې شوې وې خو د خبرو دویم پړاو له هغه وروسته په ټپه ودریدی چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور شو.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې د آسیا زړه د کنفرانس ټولو اړخونو د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول او ژمنې ومنلې او ژر به د خبرو د پیل لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړای شي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګار سیمې ته اهمیت لري او د سیمې ټول هېوادونه او نړېواله ټولنه ښايي په خپلې ګډې همکاري دغه جنګ ځپلي هېواد ته سوله راولي.

XS
SM
MD
LG