د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې تر هنده د ګېس پروژه سبا پېلږي


د پاکستان او افغانستان چارواکي ۱۸۰۰ کيلومټره اوږده دغه ګيس پايپ لاين د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ډير مهم بولي.

اسلام اباد: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي ، د دوي د حکومت لومړی پاملرنه امن او کراري ده او تر هغه وخته په کور دننه امن نشي راتلای تر څو چې په ګاوند کې امن نه وي.

پاکستان وزیراعظم دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه اشک اباد کې يو نړيوال کانفرنس ته په وینا کې کړې دي.

نواز شریف د شنبې په سهار په دوه ورځني سفر ترکمنستان ته ولاړی.

د نوموړي د سفر هدف له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګيس رسولو پروژې د پرانيستې په غونډه کې ګډون دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په یاده غونډه او مراسمو کې د ګډون لپاره اشک اباد ته رسېدلی دی.

ولسمشر اشرف غني او وزيراعظم نواز شریف د سيمې د اقتصادي او امنيتي اړيکو په اړه په يو نړيوال کنفرانس کې هم ګډون کړی دی.

د پاکستان او افغانستان چارواکي ۱۸۰۰ کيلومټره اوږده دغه ګيس پايپ لاين د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ډير مهم بولي.

د پاکستان حکومت وايي، پر دې پروژه به د ډسمبر له ۱۳مې نېټې کار پیل شي. ټاکل شوې ده چې دا پروژه به په ۲۰۱۸م کال کې پای ته ورسول شي.

د پاکستان دولتي راډیو د جمعې پر سهار وویل، د تاپي په نوم د دې پروژې پر عملي کولو به ۱۰ اربه ډالره خرچه راځي.

دا پایپ لاین به ۱۷۳۵ کیلومیټره اوږد وي او له ترکمنستانه به هر کال ۳۳ اربه مکعب میټره ګیس جنوبي اسیا ته ورکوي.

په دې اړه د ریاض موساخېل رپوټ واورئ

له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې تر هنده د ګېس پروژه سبا پېلږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG