د لاسرسي ځای

افغان چارواکي وايي د کابل په شيرپور کې بيګاني بريد کې څلور پوليس، يو بهرنی او دري بريدکوونکي وژلي شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رییس فریدون عبیدي د شنبې پرسهار ازادي راډیو ته وويل چې د مخالفینو د له منځه وړلو او د سیمې د تصفیې لپاره عملیات د نن سهار تر پنځه نیمو بجور روان وو.

تر دي مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د سپين سفارت سره نيزدي پر يوه ميلمستون دغه بريد کې د ياد هيواد يو وګړی وژل شوي دی.

افغان طالبانو د دې بريد زمه واري منلي ده.

XS
SM
MD
LG