د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د ښځینه ښوونکو تنخاګانې دې زیاتې شي


د جمعې پر ورخ د قبايلي سيمو ښځينه استادانو پيښور کې د يوې مظاهرې په کولو سره له حکومته وغوښتل چې د دوی تنخاګانې دې زياتې شي. يوې مظاهرې کوونکې، شاد بيګم مشال ريډيو ته وويل چې دوی په خطرناکو سيمو کې په ډېرو مشکلاتو کې ماشومانو ته تعليم ورکوي نو حکومت یې بايد غوښتنې ومني.

ياده دي وې چې د قبايلي سيمو د استادانو تنظيم دا مهال د احتجاج په ډول درس ورکول بند کړي او وايي تر هغې به واپس سکولونه نه شروع کوي تر څو چې يې حکومت غوښتنې نه وي منلي. حکومت په دې اړه خپل موقف نه دی څرګند کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG