د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د امنیت د ټينګښت لپاره د شینوارو قوم تړه وکړه


په ننګرهار کې د شپږو ولسواليو شینوارو په سيمه کې د امنیت د ټيګښت په غرض شپږ ماده ييزه قومي تړه اعلان کړه. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.

په ننګرهار کې د شپږو ولسواليو شینوارو په سيمه کې د امنیت د ټيګښت په غرض شپږ ماده ييزه قومي تړه اعلان کړه. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.

دا قومي تړه د هغې غونډې په تعقیب وشوه چې کابو يوه میاشت وړاندې د شپږو ولسواليو شینواري قوم د يووالي په خاطر په يوه ټغر کيناست او خپل منځي شخړې يې يوې ډډې ته کړې.

د دغې تړې پريکړه لیک ملک عثمان شینواري ولوست چې په لومړۍ ماده کې يې راغلي ول.

((د خپلمنځي شخړې لس لکه افغانۍ تيږه شوه که د شینوارو په ساحه کې چا مړی وکړ لس لکه افغانی ناغه به ورکوي او د زخمي پینځه لکه افغانۍ دي، د شخصي بندي که څوک وتښتاوه دوه لکه افغانی به ناغه ورکوي او بندي به بې قيده او بې شرطه خوشې کوي))

د تړې په يوهبله ماده کې راغلي هر هغه شینواری چې د دولت وسله والو مخالفینو سره په لیکو کې ولاړ دي، قوم ته دې راستون شي او د شینوارو له سیمې دې ټول کډوال خپلې کډې بار کړي:

((هر هغه څوک چې شینواری وي او غیرې مسولې وسله والې ډلې سره وي د ۱۳۹۴ کال د جدي میاشتې اول تاریخ پورې به قوم سره یو ځای کیږي او که له دې ډلو راونه ووتو د هغه تره ځوی به هم نيسو، زوی به يې نیسو او پلار به يې هم نيسو او بل ټول هغه خارجي اتباع او بهرني کډوالو ته خبر ورکوو،چې تر همدغه تاریخ پورې ووځي که د حکومت میلمانه وي هغوی دې ورته کیمپ جوړ کړي موږ نشو کولای چې په دې کې دوست او دښمن وپيژنو))

د دې پریکړې په وروستی ماده کې راغلي د شینوارو قوم هر یوه خيل که ددې تړې نه سر غړونه وکړه هغوی به د شینوارو قوم ته لس ميلیونه افغانۍ د ناغې په توګه ورکوي.

ددې پریکړې له مخېبه د شینواروله هرې ولسوالۍ څخه سل سل تنه ځوانان ددې تړې د عملي کولو لپاره ټاکل کیږي.

د شینوارو د قومي مشرانو په خبره له تيرو څلویښتو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د تړې ارزښت بیرتهراژوندی کیږي.

XS
SM
MD
LG