د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ماشوم ته د تصوير ژبه تر ټولو اسانه وي"


ښوونکی او لیکوال محمود مرهون
ښوونکی او لیکوال محمود مرهون

ښوونکی او لیکوال محمود مرهون وايي، ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته.

کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ځوان ښوونکي محمود مرهون د ماشومانو لپاره ۴۵ کتابونه ليکلي او ژباړلي دي.

نوموړی وايي، د هر کتاب هره پاڼه يې د متن تر څنګ په ښکلو انځورونو پسوللې چې ماشومان په اسانه زدکړه ورڅخه وکړي او په کيسه ځان پوه کړي. د ده په خبره، ((ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته)).

نوموړی زياتوي، پلان لري، په نږدو وختونو کې د ماشومانو لپاره شپږ جلده دايرت المعارف هم وليکي.

له محمود مرهون سره احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ماشومانو لپاره يې د کتابونو ليکلو او ژباړلو ته څنګه پام ور واوښتی؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....

"ماشوم ته د تصوير ژبه تر ټوله اسانه وي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG