د لاسرسي ځای

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر ماشومانو د جنسي تېري مخنیوي بل منظور کړی


د پاکستان قامي اسمبلۍ پر ماشومانو د جنسي تېري مخنیوي او سزاګانو بل منظور کړی دی.

تېر ماښام له قامي اسمبلۍ څخه په خپور شوي بیان کې راغلي، غونډې ته د قانون او انصاف وزیر پروېز رشید مسوده وړاندې کړه چې پر ماشومانو د جنسي تېري مجازاتو ترمیمي بل نومېږي.

د منظور شوي بل تر مخه به اوس د اووه پر ځای لس کلن کس ماشوم بلل کېږي او که ورباندې جنسي تېری وشي نو عامل ته تر عمر قید پورې سزا اورول کېدای شي.

همداراز، که پر ماشوم د تېري هڅه وشي نو مجرم ته به له یو کال نیولې تر اووه کلونو پورې د قید او تر پینځه لکه روپیو پورې د جرمانې سزاګانې اورول کېدای شي.

دا ترمیمي مسوده به اوس سېنېټ ته وړاندې کېږي او که منظوره شي نو د ولسمشر له لاسلیک سره به قانون شي.

XS
SM
MD
LG