د لاسرسي ځای

د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند د ګیس نللیکې پر پروژې کار پیلېږي


د پاکستان حکومت وايي، د یکشنبې یا اتوار له ورځې به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګیس نللیکې پر پروژې کار پیل شي.

د پاکستان دولتي راډیو د جمعې پر سهار وویل، د تاپي په نوم د دې پروژې پر عملي کولو به ۱۰ اربه ډالره خرچه راځي.

دا پایپلاین به ۱۷۳۵ کیلومیټره اوږد وي او له ترکمنستانه به هر کال ۳۳ اربه مکعب میټره ګیس جنوبي اسیا ته ورکوي. ټاکل شوې چې دا پروژه په ۲۰۱۸ز کال کې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG