د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه، امریکا او ملګري ملتونه د شام بحران په اړه خبرې کوي


د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګېنادي ګاتېلوف وايي، هېواد به یې په شام کې د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو پیاوړي کولو لپاره خپله ((لایحه)) وړاندې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ده روسی سیال سېرګې لاوروف نننۍ غونډې ته د ورتګ پلان نه لري. دوی به راتلونکې اوونۍ له یو بل سره په مسکو کې ویني.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي وايي، د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکا بهرنیو چارو مرستیاله این پیټرسن په نننۍ غونډه کې د واشنګټن استازيتوب کوي، چې پکې به نوموړې

د اوربند چوکاټ او جوړښت ته د رسېدو هڅه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG