د لاسرسي ځای

"پر کندهار هوايي ډګر د وسله والو برید۵۰ کسان وژلي"


د افغانستان دفاع وزارت وايي، روانه اوونۍ په کندهار کې په دوېم لوی هوايي ډګر په وسله وال برید کې طالبانو تر پنځوسو زیات کسان وژلي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو کې ۳۸ ملکي وګړي، ۱۰ افغان سرتېري او دوه پولیس شامل دي.

بیا وايي، په وژل شویو کې ښځي او ماشومان شامل دي. بیان زیاتوي په لسګونو کسان په هغه نښته کې ژوبل شو چې د ۲۴ ساعته زیات یې دوام وکړ.

دغه وزارت وايي په جګړه کې ۱۱ وسله وال هم وژل شوي دي. په نښته کې د اېتلاف په بهرنیو سرتېرو کې چا ته ځاني نقصان نه دې رسېدلې.

دغه جګړه هغه وخت شورو شوه کله چې د دسمبر په اتمیه نیټه ځانمرګي برید کوونکو د ماښام په وخت په هوايي ډګر حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG