د افغانستان ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل په خپل استعفالیک کې لیکلي دي چې له ولسمشر اشرف غني سره له تګلارې سره د ناندري پرسر خپل کار پرېږدي. نوموړي خپلځان له هغه وروسته ګوښه کړی چې پر خپل فېسبوک یې د ولسمشر غني و پاکستان ته پر تګ تنقید کړی وو.
ښاغلی اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په بلنه په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی وو.
نبیل چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په مرسته تورنوي، د دسمبر پر نهمه نېټه د وزیر اعظم نواز شریف پر هغه بیان هم نیوکې کړې چې پکې نوموړي "د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان بللي ول. نبیل ویلي ول، یو خوا ښاغلی شرف دغه ډول څرګندونې کوي، بلخوا د طالبانو وسله وال د کندهار هواي ډګر کې، په هلمند، تخار او بدخشان کې ولسي افغان وګړي وژني.
بلخوا د افغان ولسمشر دفتر اعلان کړی چې محمد مسعود اندرابي د اشرف غني لخوا د هېواد استخباراتي ادارې لنډمهاله مشر ګمارل شوی دی.