د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثنا الله زهری د بلوچستان نوی وزیراعلا وګمارل شو


ثناء الله زهري
ثناء الله زهري

د پاکستان حکومت وايي، وزیراعظم د مسلم لیګ (ن) ثنا الله زهری د بلوچستان نوي وزیراعلا څوکۍ ته نوماند کړی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت ویاند پروېز رشید لږه شېبه مخکې مشال راډيو ته وویل، مسلم لیګ (ن)، نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ۲۰۱۳ز کال کې موافقه کړې وه چې د وزیراعلا دنده به تر دوه نیمو کلونو پورې له نیشنل ګوند او بیا وروسته له مسلم لیګ (ن) سره وي. ده وویل، د دې لامل دا وو چې هېڅ ګوند په بلوچستان کې غوڅ اکثریت نه وو تر لاسه کړی. رشید زیاته کړه چې اوس د ډاکتر مالک بلوڅ د دندې موده پای ته رسېدلې نو ځکه وزیراعظم ثنا الله زهري د بلوچستان اعلا وزارت څوکۍ ته نوماند کړی.

XS
SM
MD
LG