د لاسرسي ځای

د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو په خپلمنځيو جګړو کې تر اوسه د لوړپوړو وسله والو وژل کېدلو تر څنګ د ملا محمد رسول ډلې مرستیال منصور دادالله وژل شوی او د مخالفې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ټپي شوی دی.

پراګ: د روان کال اګست میاشتې په پای کې د طالبانو د هغه وخت د مشر ملا عمر د مرګ تر خبر او پخلي وروسته طالبان نه یوازې په دوو ډلو ووېشل شو بلکې د یو بل پر ضد یې جګړه هم پیل کړه.

د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو په خپلمنځيو جګړو کې تر اوسه د لوړپوړو وسله والو وژل کېدلو تر څنګ د ملا محمد رسول ډلې مرستیال منصور دادالله وژل شوی او د مخالفې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ټپي شوی دی.

د طالبانو دا خپلمنځي اختلاف او جګړې په داسې وخت کې دي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې د خبرو بیا پیلولو غوښتنې او هڅې کېږي.

په خپلمنځ کې وېشلي طالبان د افغان حکومت په ګټه که په تاوان دي؟

په کابل کې د امنیتي چارو له کارپوه جاوید کوهستاني یې په ځواب کې وايي: د طالبانو خپلمنځی وېش په داسې صورت کې افغان حکومت ته ګټه رسولای شي چې حکومت د سولې لپاره یو منظم پلان ولري.

ده وویل، افغان حکومت ته د دې لپاره ښه زمینه برابره ده چې په افغانستان کې دننه له طالب مشرانو سره تماس او خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، «زما په فکر اوس د افغان حکومت لپاره ځکه زمینه برابره ده چې یو پلو په طالبانو کې خپلمنځي اختلافات او جګړې روانې دي بلکې خلک هم له طالبانو تنګ دي نو ځکه به په افغانستان کې دننه طالبان خبرو اترو ته حاظر شي».

په کابل کې څېړونکی او د سیاسي چارو کارپوه حکمت اعظمي وايي، د طالبانو په ډلو کې وېشل کېدل په افغانستان کې د سولې لپاره هم ګټه او هم تاوان لرلای شي.

ده وویل، د طالبانو د وېشل کېدو تر ټولو لویه ګټه دا ده چې دوی به د خپلمنځي اختلاف او جګړو له کبله کمزوري شي او دا د سولې خبرو ته لاره هوارولای شي. تاوان یې دا دی چې که طالبان وېشلي وي نو د خبرو اترو لپاره به یو مرکزیت نه وي.

افغان حکومت وايي، طالبان د پاکستان په واک کې دي او په کار ده چې پاکستان هغوی خبرو اترو ته حاظر کړي خو پاکستان وايي، پر افغان طالبانو یو څه اغېز لري خو په واک کې یې نه دي.

حکمت اعظمي وايي، که پاکستان ریښتونې تګلاره غوره کړي نو په طالبانو کې وېش په خپله د پاکستان هم په ګټه دی.

ده وویل، پخوا چې به کله پاکستان و افغان طالبانو ته وویل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړئ نو هغوی به غوږ نه ورته نیولی او مخالفت به یې کاوه خو اوس طالبان هغسې نه دي پاتې بلکې کمزوري شوي دي.

د طالبانو خپلمنځي اختلافات نه یوازې د سولې د خبرو پر پیل او بریا پوښتنه راپورته کوي بلکې داسې اندېښنو ته هم لمن وهي چې په افغانستان کې راپورته شوې [داعش] وسله واله ډله به قوي کړي.

جاوید کوهستانی وايي، دوی دا اندېښنې بېخي پر ځای بولي چې که اړین ګامونه وانخیستل شول نو [داعش ډله] به په افغانستان کې پراخه او قوي شي.

جاوید کوهستاني وویل ، که چيرې افغان حکومت له دې اوسني حالته ګټه وانخلي نو دا به هم [داعش او هم پاکستان] ته ګټه ورسوي. په ځانګړې توګه د ملا محمد رسول ډله ښايي له [داعش] سره ملګرې شي چې له وړاندې ورسره اړیکې لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د [اسیا زړهکنفرانس] ته په وینا کې وویل، باید ټول په دې وپوهېږي چې افغانستان د شاوخوا هېوادونو لپاره ګڼې اقتصادي او تجارتي ګټې لري.

د ولسمشر اشرف غني په وینا، سيمه ييز هېوادونه دې په افغانستان کې د سولې په راوستلو له دې موقعو ګټې واخلي.

XS
SM
MD
LG