د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رمادي کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی


عراقي چارواکي وایي، د دوی ځواکونو د رمادي په جنوب لوېدیځ کې د اسلامي دولت له ډلې څخه ځیني سیمي نیولي دي.

عراقي ځواکونو تر سېشنبې تر ماښام پورې هڅه کوله چې د التمیم سیمه د داعش وسله والو له خوا د ځای پرځای شویو بمونو پاکه کړي.

د الانبار ولایت د پولیسو مشر تورن جنرال هادي د سېشنبې پر ورځ ویلي چې عراقي ځواکونه د ښار مرکز ته د ننوتلو لپاره چمتو دي او دغه ځای ته نژدې شوي دي.

د داعش ډلې وسله وال په مې میاشت کې د انبار مرکز رمادي ته ننوتل چې د موصل ښار تر سقوط وروسته دا د عراق په شمال کې عراقي ځواکونو ته تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېده.

د عراق حکومت متقابلې حملې اعلان کړې، خو په دې برخه کې یې پرمختګ ډېر ټکنی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG