د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لسګونه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار والي وايي دوی به په اچین ولسوالۍ کې داعش پرضد زر تنه محلي خلک د پولیسو په چوکاټ کې مسلح کړي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د خوګياڼو او چيرهار ولسواليو کې د هوايي بريدونو او داعش او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د نومول شوي طالب او یو قوماندان په ګډون ۳۹ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطااللله خوګياڼي د چارشنبې په سهار مشال راډيو ته وويل:
د خوګياڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې تيره ورځ د هوايي بريد په نتیجه کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خوګياڼي وايي چې د تيرې ورځې راهيسې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو او ډاګو سيمه کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ په نښه کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال عادل په ګډون ۱۱ تنه طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د خوګياڼي په خبره د دغه نښتې په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې پينځه غړي هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بلخوا د ننګرهار والي وايي دوی به په اچین ولسوالۍ کې داعش پرضد زر تنه محلي خلک د پولیسو په چوکاټ کې مسلح کړي.

سلیم خان کندزی دغه څرګندونې د سېشنبې پر ورځ په اچین ولسوالۍ کې په هغه غونډه کې وکړې چې د ننګرهار امنيتي ارګانونو د مشرانو سربیره د شینوارو په لسګونو قومي مشرانو په کې برخه اخیستې وه.

والي سلیم خان کندزي وویل په دې ولسوالۍ کې داعش پرضد عمليات بريالي روان دي خو ولسي ملاتړ ته اړتیا ده.

ده وویل د شینوارو ولسونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په د خپلې سيمې په امنیت ساتنه کې ورسره مرسته وکړي او تجهيزات به ورته دوی برابر کړي.

له تېرو دوه نیمو میاشتو راهيسې په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد عمليات روان دي چې د امنيتي ځواکونو په خبره په دې موده کې يې له ۲۰۰ زیات داعشيان وژلي او د هغوی درنې وسلې له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG