د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر اسلام اباد کنفرنس کې: د ترهګرو پټنځايونه ختم کړئ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد کې د اسيار زړه کنفرنس کې وويل چې افغانستان کې سوله د سيمې د اقتصادي ترقۍ لپاره ډيره ضروري ده. د پاکستان وزيراعظم نوازشريف بيا وويل چې د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ به جاري ساتي.

اسلام اباد کې ترکيې بهير – اسيا زړه کنفرنس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ترهګرۍ په ځپلو ټينګار وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دي کنفرنس کې په خپله وينا کې وويل چې افغانستان په يوازې ځان ځکه ترهګري نه شي ختمولی چې د ترهګرو خوندي ځايونه له افغان خاورې بهر دي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد ځان له غيررياستي عناصرو وساتو. دولتونه بايد خپلې پاليسۍ پخپله په مخ يوسی. ټول بايد په دي وپوهيږو چې افغانستان خوا او شا ملکونو لپاره ګڼې اقتصادي او تجارتي ګټې لري. سيمه ييز هيوادونه دي د سولې په راوستلو سره له دې موقعو فايده واخلي.))

ولسمشر غني وويل هيله لري د دې غونډې لاس ته راوړنې به دومره ډېره وي چې راتلونکی ۲۰۱۶ کال د ۲۰۱۵ کال په نسبت په سوله او ثبات کې تېر شي.

موږ بايد ځان له غيررياستي عناصرو وساتو. دولتونه بايد خپلې پاليسۍ پخپله په مخ يوسی.

ياده دي وي چې افغان ولسمشر په لومړيوو کې دې کنفرنس کې برخه ځکه نه اخيسته چې په خبره يې پاکستان بايد په خپله خاوره د طالبانو مرکزونه ختم کړي. خو وروسته چارواکو وويل چې د ځيني لويو ملګرو هيوادونو په ټينګار او بيا بيا غوښتنه دې کنفرنس کې يې ګډون ته زړه ښه کړ.

نن دي کنفرنس کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وويل چې د کابل د سفر پر مهال خپلې کړې خبرې يې يادې دي او اوس هم پري باور لري. نوموړي زياته کړه: ((غواړم چې د کابل د ۱۲ مئ د سفر خبره بيا وکړم. بيا تینګار کوم چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی. موږ د سولې د داسې مذاکراتو ملاتړ کوو او همکاري به ورسره ساتو چې افغانان يې مشري کوي. دا د جنګ جګړې د ختمیدو او د ثبات د راوستلو لپاره مهمه لاره ده.))

تر دې مخکې افغان ولسمشر په وار وار ويلي پاکستان د افغانستان سره نا اعلان کړې جګړه پېل کړې ده.

افغان ولسمشر چې نن سهار پاکستان ته ورسید نو د پاکستان وزیراعظم نوازشریفاو د کابينې یو شمیر وزیرانو په نورخان ایر بیس نوموړي ته هرکلی ووايه. په دې موقع نوموړي ته د یو ویشتو توپونو سلامي هم ورکړل شوه.

مخکې افغان ولسمشر ويلي چې پاکستان افغانستان سره نا اعلان کړې جګړه کوي

مخکې افغان ولسمشر ويلي چې پاکستان افغانستان سره نا اعلان کړې جګړه کوي

پدغه دوه ورځني کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.

په همدې حال کې د افغانستان په پارليمنټ کې د نړيوالو چارو د کميسون مشر عبدالقادر ځاځي پرون مشال ريډيو ته وويل چې دا ځل بايد پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې نړي،ال ضمانتونه ورکړي.

"افغان سولې پروسه کې نړيوال ضمانت غواړو"

يادي دي وي چې د جون په مياشت کې اسلام اباد سره نيزدي مري کې د پاکستان په منځګړتوب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات وشول. تمه وه چې د دغه خبرو دوهم پړاو هم ترسره شي خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ د اعلانيدو له وجې دا کار ونه شو.

د ملا عمر تر مرګ وروسته ملا اختر محمد منصور ځان د طالب وسله والو مشر اعلان کړ خو ځيني طالبانو هغه خپل مشر ونه مانه. مخالفه طالبانو ملا رسول خپل مشر کړ.

افغان حکومت وايي چې که پاکستان وغواړي نو طالبانو د سولې مثبتو مذاکراتو ته راوستلی شي خو اسلام اباد وايي دوی يوازې همکاري کولی شي او پر طالبانو مکمل کنټرول نه لري.

XS
SM
MD
LG