د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پوځ خپل مخالف غږونه تربتوي"


څېړونکی ډاکټر محمد تقي
څېړونکی ډاکټر محمد تقي

ډاکټر محمد تقي لیکي، پوځ د هغه خلکو اواز خاموشه کوي، چې د پاکستان او د ولس په اړه د پوځ له لیدلوري سره یوه خوله نه دي.

ډاکټر محمد تقي په فارن پالیسي مجله کې لیکلي دي چې د پاکستان پوځ په هېوادکې د هغه لیکوالانو او خبریالانو پر ضد یو نااعلان شوی جنګ پیل کړیدی چې د هېوادد ستونځو په اړه د پوځ له بیانونو سره یوه خوله نه دي.

ډاکټر محمدتقي لیکي، د پاکستان پوځ په میډیا کې د هغه لیکوالانو او خبریالانو اوازونه خاموشه کوي چې د افغانستان او قبایلي سیمو په اړه د پوځ پر تګلارو نیوکې کوي او یا په بلوچستان کې د بشري حقونو په موضوعاتو لیکل کوي.

نوموړی لیکي، هغه د پاکستان د انګلیسۍ ژبې په یوه ورځپاڼه کې کالمونه لیکل چې پکې د پاکستان پوځ پرپالیسیو، پوځي عملیاتو او د ځینو وسله والو ډلو وسله وال افغانستان ته په لېږلو انتقاد کېده. د سږ کال نومبر په اوویشتمه نېټه هغه ته خپل ایډیټر یو اي ـ مېل ولیکلو چې پکې لیکل شوي ول، د پوځ له خوا د فشار له کبله د هغه کالم نور نشي خپرولی. د ورځپاڼې په ادارتي صفحو کې د مداخلت له کبله د ورځپاڼې مشر ایډیټر راشدرحمان هم د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

ډاکټرمحمدتقي وړاندې لیکي ــــ د هغه دریځ دا وو چې پوځ په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه کومې دعوې کوي هغه سمې نه دي. ځکه چې پوځ د هغه وسله والو پر ضد خو ګامونه اخلي کوم چې په پاکستان کې بریدونه کوي خو هغوي ته هېڅ نه وايي، چې د کرښې هغه اړخ ته اوړي. د نوموړي په وینا د پوځ د دې پالیسیو له کبله د پاکستان ټولنې او په خاص توګه پښتنو ته ډیر تاوان رسیدلی دی.

ډاکټر محمدتقي لیکي، د جنرال راحیل شریف په مشرۍ کې په پاکستان کې د بیان ازادۍ دعوې رښتیا نه دي. په پاکستان کې په میډیا یوازې هغه څه ښکاره کېږي یا ویل کیږي چې له پوځه منظور شوي وي.

نوموړی په پای کې لیکي، سیاستدانانو دوه مهمې خبرې پوځ ته پرېښي دي یوه دا چې څوک له وطن سره مینه لري او څوک نه، او بل د هغه خلکو اواز خاموشه کول، چې د پاکستان او د ولس په اړه د پوځ له لیدلوري سره یوه خوله نه دي.

XS
SM
MD
LG