د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانانو ته وړیا زده کړه ورکول کيږي


په ننګرهار کې يوې مدني ټولنې ۹۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم، اداره او منجمنټ او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې په لنډ مهالي ښوونيز کورس کې وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.

په ننګرهار کې يوې مدني ټولنې ۹۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم، اداره او منجمنټ او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې په لنډ مهالي ښوونيز کورس کې وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.

سره له دې چې په ننګرهار کې پر دولتي تعليمي ادارو سربيره په لسګونو شخصي تعليمي ادارې هم پرانستل شوي چې د فيس يا پیسو په بدل کې زده کړې ورکوي، خو تر څنګ يې ځینې مدني ټولنې هم په فعالیت بوختي دي چې په وړیا توګه ځوانانو ته په بیلابیلو تعليمي برخو کې زده کړې ورکوي. له دغو مدني ټولنو څخه يوه هم د مثبت بدلون ټولنه ده چې د تيرو دوه نيمو کلونو راهيسې يې په درې میاشتینیو کورسونو کې په سلګونه ځوانان روزلي دي.

دغې ټولنې په خپله اتمه تعليمي دوره کې د ادارې او منجمنټ، ژورناليزم او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې نيږدې سل تنه وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.

په دې دوره کې ۹۵ کسانو د ژورناليزم، اداره او منجمنټ او سیاسي او حقوقي اصطلاحاتو د زده کړې له کورس نه فارغ کړل.
د ښونیز کورس مدیر سعادت شا

د یادې ټولنې د ښوونيز او روزنيز کورس مدير سعادت شاد په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« په دې دوره کې ۹۵ کسانو د ژورناليزم، اداره او منجمنټ او سیاسي او حقوقي اصطلاحاتو د زده کړې له کورس نه فارغ کړل. ټولو شاګردانو ته موږ په وړيا توګه درس ورکوو، زموږ استادان زموږ د ټولنې غړي دي اوله بهر نه هم استادان راځي. »

له کورس څخه فارغ شوي ځوانان خوشاله ول چې له وړيا زده کړو برخمن شول، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې داد محمد امیرزی دی، د روزګان ولایت یم او دلته په ننګرهار پوهنتون کې د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځي محصل یم. په دې کورس کې مې هغه څه په لاس راوړل چې پخوا پرې نه پوهيدو، د ژورنالیزم په اخلاقو پوه شوم، په نړیوالو نورمونو پوه شوم، همدې چوکاټ کې به هلې ځلې کوو او انشاالله ځان به خپل هدف ته رسوو.»

« خالد الله خافظ یم. موږ په دغه کورس کې درې میاشتې تيرې کړې، په دې کورس کې موږ ډير څه زده کړل، هم د ژورناليزم په برخه کې او هم د حقوقو په برخه. هغه څه باندې چې پخوا نه پوهيدو په دې کورس کې مو زده کړل. له دې نه وروسته به زموږ دا کوشش وي چې هغه ځوانان چې موږ ورسره پيژنو او له دغه کورس څخه برخمن شوي نه دي، دا به هغوی ته زده کوو.»

په نږدې راتلونکي کې به موږ دغه ډول ټولنې، شوراګانې او هغه استادان چې په رضاکاره توګه يې دلته کار کړی دی، د دوی ستاینه به کوو.
د ننګرهار د ځوانانو امر مطیع الله احمدزی

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزی خوشاله و چې په وړيا توګه ځوانانو ته زده کړې ورکول کيږي، نوموړی وايي چې دوی به هغه ټولنې تقديروي چې په دغه برخه کې کار کوي.

« په نږدې راتلونکي کې به موږ دغه ډول ټولنې، شوراګانې او هغه استادان چې په رضاکاره توګه يې دلته کار کړی دی، د دوی ستاینه به کوو، او زموږ په هغو ټولنو او شوراګانو دا غږ دی چې هغوی هيڅ فعالیت نه لري، نو له دغسې ټولنو او شوراګانو دې زده کړي چې هغوی په ريښتيني مانا ټولنې ته خدمت کوي.»

د مثبت بدلون ټولنې مسوولين وايي چې دوی په اتو ښوونيزو دورو کې تر څوارلس سوه تنو پورې ځوانان په وړیا توګه روزلي او په پام کې لري چې په نهمه تعليمي دوره ګې پر یادو کورسونو د انټرنيټ د استعمال برخه هم ورزیاته کړي.

XS
SM
MD
LG