د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له اسيا زړه کنفرانسه ډېره هیله نشته"


"که هند د استانبول بهیر برخه جوړېږي نو د دواړو هېوادونو تر منځ په دښمني يا تاوتريخوالي کې کمی راتلای شي.

په اسلام آباد کې د اسيا زړه استنبول بهیر پنځمه غونډه نن (سېشنبه) پېل شوه چې د سيمې او نړۍ د يو شمېرهيوادونو استازي ګډون پکې لري.

که څه هم افغانستان د دې غونډې مرکزي نکته ده خو سيمې ته پر ورپيښو ستونزو به هم پکې خبرې کيږي. زموږ همکار احمد شاه اعظمي په پاکستان کې د سيمه ايزو چارو له کارپوه پروفېسر حسن عسکري رضوي سره په دې اړه خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلې چې د افغان ولسمشر او د هند بهرنيو چارو وزيرې ګډون به پر دې کنفرانس څه اغېز وکړي؟ نوموړی په ځواب کې وايي....

رضوي: د ولسمشر اشرف غني ګډون خو ډېر ارزښت لري ځکه چې د آسيا زړه استنبول پروسه پر افغانستان متمرکز ده. هندوستان ته هم بلنه ورکړل شوې او د هند د بهرنيو چارو د وزيرې سُشما سواراج ګډون ښه خبره ده ځکه چې هند علاقه هم لري او په افغانستان کې موجودګي هم. که مېرمن سواراج ګډون نه وای کړی نو ډېر اغېز به يې نه وای لرلی او د اشرف غني نه ګډون به دا کنفرانس کمزوری کړی وای. خو بيا هم بايد دا هيله ورڅخه ونشي چې ټول مسايل به حل شي او د دې هېوادونو تر منځ به بې باوري پای ته ورسېږي.

پوښتنه: تاسو څه فکر کوئ آيا دا کنفرانس به د هېوادونو ترمنځ شته ستونځې هواري کړای شي يا ثبات رامنځ ته کړای شي؟

رضوي: هڅه خو دا ده چې ثبات پيدا شي خو د ثبات پر فارمولا موافقه نشته. د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري ده. بلخوا د هند او پاکستان تر منځ هم دښمني شته چې په افغانستان کې هم تر سترګو کېدا ی شي. خو که هند د دې پروسې برخه جوړېږي نو د دواړو هېوادونو تر منځ په دښمني يا تاوتريخوالي کې کمی راتلای شي. بلخوا افغانستان او پاکستان بايد دا تسليم کړي چې ترڅو دواړه لوري پر پوله همکاري ونکړي نو مسله به پر ځای پاته وي او وسله وال به يوې او بلې خوا ته اوړي. نو تر څو چې د پولې پر نظم دواړه هېوادونه يوځای نشي، دا جنګ به روان وي.

پوښتنه: نو په داسې حال کې به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو د دې کنفرانس اغېز څه وي او د څه ډول بدلون تمه ورڅخه کېدای شي؟

رضوي: پاکستان وايي چې وسله وال په افغانستان کې دي او افغانستان بيا پر پاکستان تور پورې کوي چې وسله والو ته يې پناه ورکړې ده. خو يو هم دې ته تيار نه دی چې له يو بل سره همکاري او مرسته وکړي. تر څو چې دا رويه دوام لري چې پاکستان يوازې خپله خبره کوي او افغانستان بيا خپله خبره کوي نو معاملات به همداسې خراب وي.

XS
SM
MD
LG