د لاسرسي ځای

د ننکرهار امنیتي چارواکي وايي،د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د خوګياڼو په ادوړ سیمه کې د دولت پر وسله والو مخالفينو د هوايي برید په نتيجه کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي.

امنیه قومنانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل: نن سهار شاوخوا نهه بجې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله يې پینځه تنه وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د یادوپيښو په اړه تر اوسه د دولت وسله والو مخالفيڼو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG