د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمباري روسي الوتکو کړې”


امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د سوریې په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري امریکايي الوتکو نه بلکې روسي الوتکو کړې.

امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د سوریې په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري امریکايي الوتکو نه بلکې روسي الوتکو کړې.

سوریې د دوشنبې پر ورځ د امریکا په مشرۍ پر نړېوال ائتلاف تور ولګاوه چې په دیرالزور ولایت کې یې د پوځ پر اډه بمباري کړې، درې پوځیان یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې هم د دې هوايي حملې پړه د امریکا پر پوځ اچولې ده خو امریکايي چارواکي دا بمباري د روسانو کار بولي.

یوه امریکايي مقام د دوشنبې پر ورځ وویل چې دا بمباري روسیې له لېرې واټن څخه کړې او زیاته یې کړه چې امریکا د سوریې له حکومت سره په جګړه کې نه ده او پر پوځي اډه د بمبارۍ لپاره دلیل نه لري.

امریکا پرله پسې پر روسیې انتقاد کوي چې په بمبارۍ کې پوره پاملړنه نه کوي.

امریکايي چارواکي وايي، بمباري د شمالي اوسیتیا له موزدوک نومې پوځي اډې څخه د روسیې د ټي يو ۱۲ بمبارد الوتکو په وسیله شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG