جرمني د روان میلادي کال په وروستیو تېرو ۱۱ میاشتو کې شاوخوا یو میلیون پناه غوښتونکي نومونه لیکلي دي.
د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وویل، د دې پناه غوښتونکو نیمايي د سوریېهېواد وګړي دي.
د پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله د افغانانو او بیا د عراقیانو ده چې په ترتیب سره د ټولو پناه غوښتونکو په سلو کې دیارلس او په سلو کې لس برخې جوړوي.
ویل کېږي چې د ژمي په را رسېدو سربېره هم دغه هېواد ته د نوېو کډوالو ورتګ کم شوی نه دی.
جرمني د اروپايي ټولنې هغه غړی هېواد دی چې سږ کال تر بل هر اروپايي هېواد ډېر کډوال ورغلي.
ویل کېږي چې دې هېواد ته په سږ کال کې د ورغلیو کډوالو شمېر د۲۰۱۴ میلادي کال د ټول کال په اوږدو کې د ورغلو کډوالو څلور چنده دی.
د جرمني وزیر اعظمې انګیلا میرکل د اګسټ میاشت کې ویلي وي چې هېواد یې تمه لري اته سوه زره پناه غوښتونکي کې به سږکال ورشي .
د یادونې ده چې په جرمني کې د پناغوښتونکو ثبتونه هلته د منل کېدو په معنی نه ده.