د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د آسيا زړه کنفرانس کې ګډون کوي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د آسيا زړه کنفرانس کې که څه هم له افغانستان او سيمې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو او سولې او ثبات راوستو په اړه بحثونه کيږي

نن سېشنبه په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د آسيا زړه دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي، دا د استنبول بهیر پنځم کنفرانس دی چې د غړیو او ملاتړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي به ګډون پکې کوي.

افغان ولسمشراشرف غني به د چارشنبې ورځ د ګډون لپاره ورځي.

د پاکستان وزیر اعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د امریکا غږ «اردو څانګې» ته ویلي، له افغان ولسمشر سره به د کنفرانس تر څنګنورې لیدنې هم وشې چې پکې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو او د سولې خبرو اترو د بیا پیل پر موضوعاتو هم بحثونه وشي.

دافغانستان په اړه د آسيا زړه په نوم د سیمې او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په ګډون د کنفرانسونو لړۍ پنځه کاله مخکې په استانبول کې پیل شوې، او له هغه راهیسې هر کال په افغانستان، قزاقستان او چین کې غونډې شوې دی. د سږني کال غونډه یې په اسلام اباد کې کېږي.

د افغانستان سولې عالي شورا یو پلاوی په دغه غونډه کې ګډون کوي. د سولې عالي شورا غړي حبیب الله فوزي د جمعېورځ مشال راډیو ته وویل:

((په دې کنفرانس کې به د افغان حکومت استازيتوب وشي چې د حکومت پلاوې او د سولې د عالي شورا غړي به ګډون په کې وکړي.))

د آسيا زړه کنفرانس افغانستان او سيمې ته څه ورکړي دي؟

د احمد شاه اعظمي راپور

د دغې پروسې مقصد د آسيا زړه هيوادونو له اړخه په افغانستان کې د امنيت او ثبات په برخه کې همکاري کول او په ضمن کې د سيمې د خونديتوب او پرمختګ لپاره کار کول دی.

د آسيا زړه استنبول پروسه په ۲۰۱۱م کال کې د ترکيې په استنبول ښار کې پېل شوه چې تر اوسه يې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه څلور کنفرانسونه کړي چې د ځينو هيوادونو ولسمشرانو يا وزيراعظمانو هم ګډون پکې کړی دی.

په افغانستان کې د امنيت او د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ د همکارۍ زياتېدو په اړه دغه پروسه په لومړي سر کې د ترکيې او پاکستان په منځګړتوب په استنبول کې پېل شوه چې د چين، روس، هند، ايران او سعودي په ګډون ۱۴ غړي لري.

پر دې سربېره د آسيا زړه د ملاتړو هيوادونو شمېر ۱۷ دی چې امريکا، بريتانيا، جرمني او جاپان هم پکې شامل دي. بلخوا د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ۱۱ نړيوال او سيمه ايز سازمانونه هم په دې برخه کې اخلي.

دا چې د آسيا زړه استنبول پروسه څومره ګټوره ده او تر اوسه يې څه لاس ته راوړنې لرلي دي؟ په کابل کې د سياسي چارو شنونکی عزيز امين احمد زی يې په اړه وايي:

((يوه تر ټولو لويه لاس ته راوړنه يې دا ده چې د افغانستان په شخړه کې چې کوم هېوداونه ښکېل دي، هغه يې پر يو ځای سره را ټول کړي دي. دويم دا دی چې پروسږ کال په چين کې دغه غونډه وشوه چې افغان ولسمشر اشرف غني هم ورغلی و. هلته دوی په دې وتوانېدل چې د همدې بهیر له لارې یې له پاکستان سره د چين په منځګړتوب له طالبانو سره خبرې پیل کړې.))

د آسيا زړه کنفرانس کې که څه هم له افغانستان او سيمې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو او سولې او ثبات راوستو په اړه بحثونه کيږي خو ليدل شوی چې هر لوری خپل دريځ بيانوي او له هم هغه طريقه يې حللاره وړاندې کوي.

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر او د سيمه ايزو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي، که څه هم دا ډول کنفرانسونه د سيمې هېوادونو ته زمينه برابروي چې پر يوه مېز سره را ټول شي او د ستونزو په اړه خپل نظر څرګند کړي خو بيا هم هر يوه خپلې ګټې په پام کې نيولې وي چې د پرمختګ په لړ کې لوی خنډ جوړوي.

((د دې کنفرانس له لارې د سيمې ټول هېوادونه سره راغونډ شي او خپلې خبرې يو بل ته کېږدي، خپل دریځ وړاندې کړي او چې تر منځ يې کوم ليرېوالی دی، د هغه کمېدو کوښښ وکړي. چې لږ تر لږه دوی پر يوه پاڼه راشي او راغونډ شي نو هغه به بيا د مسلې حلولو خوا ته ډېر لوی قدم وي. دا نه چې مسله به حل شي خو د حل خوا ته به ډېر لوی پرمختګ وي. مهمه خبره دا ده چې د ډېرو هېوادونو ګټې له يو بله ليرې دي. هر هېواد په خپله ګټه خپله خبره پرمخ وړل غواړي. او په هغو ګټو کې لا فرق موجود دی. تر څو چې هغه فرق کم شوی نه وي يا ختم شوی نه وي نو د دوی بيانيې هېڅ مانا نه لري.))

د آسيا زړه پنځم کنفرانس دا ځل په داسې حال کې په اسلام آباد کې کيږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې شوي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغان ولسمشر اشرف غني ته يې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې خو د افغانستان له لورې لا تر دې دمه پاکستان ته د ولسمشر غني سفر نه دی تاييد شوی.

دا چې د نوموړي ګډون يا نه ګډون پر دې کنفرانس څه اغېز لرلای شي؟ عزيز امين احمد زی وايي

((دا د وزيرانو په سطحه باندې غونډه ده نو د وزيرانو په سطحه باندې غونډه کې د ولسمشر تګ که چيرې ولاړ شي نو ښه به وي او که چيرې لاړ نشي نو پر پروسې کوم ډول اغېز نه غورځوي او نه هم کوم مشکل ورته جوړوي.))

د راپورونو له مخې د پاکستان پښتنو سياستوالو هم تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشره غوښتي و چې له پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره وويني. که څه هم دواړو مشرانو په پېرس کې د اب و هوا بدلون د نړيوالې غونډې په څنډه کې له يو بل سره ناسته وکړه خو اسلام آباد د آسيا زړه کنفرانس کې د اشرف غني ګډون ته ډېر ارزښت ورکوي او د پاکستاني چارواکو په وينا د نوموړي ورتګ يې چمتووالی هم نيولی دی.

XS
SM
MD
LG