د لاسرسي ځای

«د تاشفین ملک په اړه په پلټنو کې مرستې ته تیار یو»


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اتوار په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلې دي چې پاکستان د امریکا د کليفورنیا ریاست په پېښه کې ککړې تاشفین ملک په اړه امریکا ته معلوماتو ورکولو لپاره قانوني مرستې ته تیار دی.

خبري غونډې ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان زیاته کړه چې د یو تنله وجې ټول قام ، ملک یا مذهب قصور واره نشې ګرځول کیدای.

ده وویل چې پاکستان د دې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کوي او د دې د پلټونو لپاره یې امریکایي حکومت سره رابطه هم کړې ده.

ده وویل اسلام د امن دین دې ، مسلمان خپله د مذهب په نوم په نښه کیږي او د مذهب په نوم اسلام بدنامول کیږي.

د چوهدري نثار په ویناد امریکايي انتظامیې د دې پېښې په اړه ذمه وارانه رویه خپله کړې ده.

XS
SM
MD
LG