د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو لپاره د ازادې اروپا راډیو فیلو شپ


 خدیجه اسماعیلووا
خدیجه اسماعیلووا

. دا فیلو شپ به اووه میاشتې وي، که چېرې ګټونکی کاندید د پاکستان او یا افغانستان وي، نو هغه ته به په اسلام اباد یا کابل کې د خبریالئ د روزنې نه علاوه په پراګ ښار کې هم د روزنیز کار موقعه برابریږي.

پراګ: د ازادې اروپا ریډیو د ازربايجان څانګې د تحقیقاتي خبریالې خدیجه اسماعیلووا په نوم د فیلو شپ ورکولو اعلان کړی.

د ازربايجان يو عدالت د تحقيقاتي راپورونو جوړونکې خبرياله اسماعيلووا د هغو تورونو له کبله مجرمه بللې ده،چې د بشري حقونو ادارې يې د حکومتي چارواکو ددرغليوو په اړه د هغې د تحقيقاتي رپورټونو پر ضد غبرګون ګڼي.

هغې ته اووه نیم کاله د بند سزا اورول شوې ده. دا فیلو شپ به اووه میاشتې وي، که چېرې ګټونکی کاندید د پاکستان او یا افغانستان وي، نو هغه ته به په اسلام اباد یا کابل کې د خبریالئ د روزنې نه علاوه په پراګ ښار کې هم د روزنیز کار موقعه برابریږي.

تاسو کولئ شئ چې د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ فبرورۍ پورې خپل درخواستونه د ایمیل لارې رالیږلئ شئ.

د فیلو شپ لنک دلته کتلی شئ.

Download the Application for the Khadija Ismayilova Investigative Journalism Fellowship.

د فیلو شپ په اړه نور مالومات دلته لوستلی شی.

http://www.rferl.org/info/khadija-fellowship/4900.html

د ایمیل پته ده

khadijafellowship@rferl.org

XS
SM
MD
LG