د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هېڅ یو افغان کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ نه دی"


کوټه:د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو یا سېفران مرکزي وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، د دوی حکومت د نړیوالو مرستو په مټ له هغو سیمو او خلکو سره مرستې کوي، چې شاوخوا درې لسیزي يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی. دا خبرې نوموړي په کوټه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ او راها لخوا جوړې شوې يوې غونډې ته کړېدي.

په کوټه کې د سیفران وزیر وزیر عبدالقادربلوڅ د دوشنبې په ورځ ويلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت د نړیوالو هیوادونو او موسسو په مټ د بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمو له هغو خلکو او سیمو سره مرستې کوي، چې دده په خبره تېرې درې لسیزي يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او کډوال يې د تعليم، صحت او نورو څانګو کې پر خپلو ضرورتونو ورګډ کړي وو.

«راها يوه داسې پروژه ده، چې د هغو سیمو او خلکو لپاره ده، چې له ۱۹۸۰ بیا تر اوسه پورې يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی. موږ دا احساس وکړ، چې دا خلک چې ډېر کوربه توب يې وکړ نو ولې نه ورته ددې په عوض کې داسې کومه پروژه پېل کړو چې ورسره له همدوي سره مرستې وکړو او ورسره ددې خلکو په زړونو کې ددې کډوالو د اوسېدلو زغم هم پيدا شي»

د ملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ لخوا د پاکستان د ياد وزیر پشمول په پاکستان کې د جرمني سفير او د يو شمېر نورو هیوادونو استازيو ته د دوشنبې په ورځ د کوټې په بروري سیمه کې فعاله هغه پروژې ورښکاره کړل شوې، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د همدې لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په پاکستان کې مشر اندريکا راټورتيغونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان چې په نړۍ کې د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربه وو، نړیوال د همدې راها پروژې له لارې ورسره ددې درانه بار د اوچتولو هڅه کوي.

«په تېرو دریو لسیزو کې په ملينونو افغان کډوال همدلته مېشت دي. چې همدا په ټوله نړۍ کې د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربه توب دی. راها او دا پروژه هغه څه دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يې د نړیوالو په مټ ددې لپاره کوي، چې همدا بار ورسره يوسي»

تردې وړاندې د اتوار په ورځ په کوټه کې له رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان د سرحدونو او قبايلي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي وو، چې تر اوسه پورې په پاکستان کې هېڅ يو افغان کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ موندل شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG