د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلمانان باید سخت دریځي رد کړي


پراګ: د امریکا ولسمشر باراک اوباما وییلي،په کیلیفورنیا کې د وروستیو ډزو په پیښه کې چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي دي، یو ترهګر برید وو، او دا چې برید کوونکي دواړه کسان د سخت دریځۍ په تیاره لاره روان شوي وو.

د سپینې ماڼۍ نه په خپله یوه ټیلي ويژني وېنا کې ولسمشراوباما د ټولې نړۍ په مسلمانانو غږ وکړ، چې سخت دریځي او د اسلامي دولت ډلې نظریه دې رد کړي او دا چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې دې شامل شي.

دې وايي «مونږ خبر یو چې اسلامي دولت وسله واله ډله او نورې ترهګرې ډلې د امریکا پشمول ټوله نړۍ کې خلکو ته په فعاله توګه ترغیب ورکوي چې د تشدد بوګنونکي کاروایانې ترسره کړي. اکثره دا ډول کاروایانې یو کس په خپل سر کوي، خو مونږ چې ددې مخنیوی کوو نو د دې لپاره حکومت، قانون نافذونکو ادارو، مدني ټولنو او مذهبي مشرانو ته په ګډه کار پکار دی ، چې خلک د کرکې نه د ډکې نظرییې د ښکاریدو نه بچ کړي»

ولسمشر اوباما په دې خبره ټینګار وکړ چې د غربي نړۍ او اسلام ترمنځ هېڅ تنازعه نشته.

نوموړي وویل په دې ورستیو کالونو کې ترهه ګرۍ یو نوی شکل اختیار کړی دی خو ژمنه یې وکړه چې اسلامي دولت نومې وسله واله ډله به تباه کړای شي.

ولسمشر اوباما په خپل ووه کالهحکومت کې دا ډول ټیلي ویژني وينا صرف درې وارې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په اهدافو هوايي بریدونه تل پاتې بریا ترلاسه کولې شي، او خبردارې یې ورکړې چې امریکا ته په دغه هیوادونو کې د اوږد او ډېر لګښت واله زمکيني جنګ نه باید ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG