د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې موټر بمي چاودنې ۲۲ تنه ژوبل کړي


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې موټر بمي چاودنې ۲۲ تنه زخمیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل نن سهار څه باندې شپږ بجې د سرخرود ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څیرمه په عمومي سړک موټر بمي چاودنه شوې چې پکې اووه تنه امنیتي سرتیري او ۱۵ نور عام وګړيژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغې چاودنې، يو جومات او پنځه ویشت دوکانونه په مکمله توګه ړنګ کړي دي، او د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ يې هم زیانمنې کړي دي.
د پيښې ذمه واري لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG