د لاسرسي ځای

رچرډ اولسن په پنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر ته ورغلی


رچرډ اولسن

رچرډ اولسن

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استاذي رچرډ اولسن نن په پنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د پوځ د مشر جنرل راحیل شریف سره ملاقات کړی دې.

نن د پوځ د مطبوعاتو د څانګې آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې خبرپاڼه وايي چې لږ ساعت وړاندې رچرډ اولسن د جي ایچ کیو د دورې پرمهال دغه ملاقات کې په سیمه ایز امنیت اوپه خاصه توګه د افغانستان په صورتحال خبرې اترې وکړې. دیادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ ترلاسه کولو نه پس جي ایچ کیو ته د نوموړي دا اولنۍ دوره وه.

XS
SM
MD
LG