د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه : د تعلیم څانګه له غیر قانوني لارو ټاکل شوي ښونکي لرې کوي


د کوټې څو ښونکي
د کوټې څو ښونکي

په کوټه کې د صوبې د تعليم د څانګې چارواکي وايي دوی د کوټې په شمول د صوبې په ټولو سیمو کې د هغو ښوونکیو پر ضد کار پېل کړی، چې له غیرقانوني لارې پر دندو ګومارل شوي دي. چارواکي وايي تراوسه يې يوازې په کوټه کې يو سل او دولس داسې ښوونکي له کاره لرې کړي دي.

په کوټه کې د صوبې د تعليم د څانګې سیکرتر صبور کاکړ له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وویل، دوی د کوټې په شمول د صوبې په ټولو پښتنو او بلوڅ مېشتو سیمو کې د هغو ښوونکیو پر ضد کار پېل کړی، چې په تېر وخت کې له ناقانونه لارې د تعليم په څانګه کې د ښوونکو په هیڅ په کار ګومارل شوي دي.

« موږ يوازې په کوټه کې تر اوسه پورې يو سل او دولسو پورې داسې ښوونکي چې په ۲۰۱۲م عیسوي کال کې له غیرقانوني لارې لګېدلي وو، ایستلي دي. »

د صبورکاکړ په خبره په دې وروستيو کې يې نه يوازې د ښوونکو ‎ بلکې د سکولونو او په هر سکول کې د زده کوونکیوشمېر هم راټول کړی، چې پکې بېخي زیات جعلي سکولونه جوړ شوي، جعلي زده کوونکي درج شوي او کېدای شي چې همداسې به جعلي ښوونکي هم ډېر وي.

« جعلي سکولونه، جعلي زده کوونکي بېخي ډېر دي، نو چې هغوی ته وګورې، د جعلي ښوونکیو شمېر کېدای شي تر دې څو [نده زیات وي. »

بلې خواته مو د ښوونکیود اتحاديې له مشر مجیب الرحمان غرشين څخه په دې هکله وپوښتل: غرشين وايي؛ دوی نه يوازې د حکومت ددې ګام ستاينه کوي، بلکې د همدوي په خواست او خوښه حکومت همدا ګام اخیستی.

مجیب غرشين وايي؛ ددوی اتحاديه او حکومتي چارواکي تل د دغه ډول جعلي ښوونکو، سکولونو او زده کوونکو پر ضد دي، خو دده په خبره ټول سیاسي ګوندونه او سیاستوال باید هغه کارکوونکي له خپلو صفونو وباسي، چې دده په خبره تنخواوې اخلي او ډيوټۍ نه کوي.

XS
SM
MD
LG