د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلنۍ : ترهګرۍ ضد جنګ کې د وژلو شویو ولسي خلکو په یاد غونډه


غلنۍ کې د غونډې یو انځور
غلنۍ کې د غونډې یو انځور

د مومند ایجنسۍ په غلنۍ سیمه کې د هغو کسانو په یاد کې غونډه وشوه چې د ترهګرۍ خلاف د جنګ پرمهال وژل شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند په نوښت جوړې شوې دغې غونډې ته قومي مشرانو خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغه جنګ پرمهال د زرو په شاوخوا کې ځايي خلک هم وژل شوي چې ځینې یې د امن د لښکرونو غړي وو. په دې موقع د وژلو شویو کسانو خپل خپلوان هم ور غوښتل شوي وو.

میا افتخارحسین د وینا پرمهال
میا افتخارحسین د وینا پرمهال

​د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخارحسین غونډې ته د وینا پرمهال وویل قبایلو ډېرې قربانۍ ورکړي دي ، خو دوی بیا هم تر هرچا وروسته پاتې کړل شوي دي. ده زیاته کړه :

« قبایل په لوی لاس وروسته پاتې ساتل شوي دي. او د دې خاص یوه وجه وه چې دا د ‌Buffer Zone په شکل کې استعمال شي. »

​قبایل په لوی لاس وروسته پاتې ساتل شوي دي.
میا افتخارحسین

په دې موقع د عوامي نیشنل ګوند یو بل مشر سردارحسین بابک وویل ، پښتنو ته له لسیزو راهیسې د اورپکو ډلو خلاف جنګ ورپغاړه دی ، دغه اورپکي وخت په وخت شکلونه بدلوي:

سردارحسین بابک
سردارحسین بابک

​« د طالب نوم په کوم شکل باندې مخې ته راغلو ، بیا القاعده راغله، اوس تاسو وینئ چې داعیش راروان دی ، نو دا خو هغه خطرې دي او ستونزې دي چې موږ ورسره مخامخ یو. »

بابک زیاته کړه چې پښتانه باید د راروان جنګ لپاره پوره تیار وي. ځکه چې داعیش لګیا دی په ټول ملک کې خپل نفوس زیاتوي او خلک په کار ګوماري.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزیر میا افتخارحسین دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو له د داعیش پرضد په ګډه هڅې کول پکار دي، کنه نو یو وخت به بیا اوبه ورښه تیرې وي.

XS
SM
MD
LG