د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په هوايي بریدونو کې د داعیش شپږ وسله وال وژل شوي


له ارشیفه اخیستل شوی انځور
له ارشیفه اخیستل شوی انځور

د ننګرهار چارواکو نن خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د وسله والې ډلې داعیش پورې تړلي شپږ کسان د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼي مشال راډیو ته وویل چې افغان او بهرنيو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په « تریلې » او « باندر » سیمو کې هوايي بمبار کړې چې په پایله کې د داعش وسله والې ډلې شپږ تنه وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي په دې ولسوالۍ کې اوس هم هوايي او ځمکني عمليات روان دي.د داعش وسله والې ډلې تر اوسه ددې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار چارواکي همدارنګه خبر ورکوي چې د چپلیار ولسوالۍ اړوند « ډاګو » سیمه کې د داعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډیو ته د يکشنبې په ورځ وویل، دغه جګړه تېره شپه پیل شوې چې تر دې دمه د طالبانو دوه سرتیري پکې وژل شوي او د مولوي الهام په ګډون څلور تنه طالب وسله وال ټپیان شوي دی. خوګیاڼی وایي چې په دغه نښته کې یو تن د داعش له ډلې او درې تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG