د لاسرسي ځای

" هیله لرو افغان ولسمشر به د ایشیا زړه کانفرانس کې برخه واخلي"


د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز

د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز

پاکستاني چارواکي هیله من دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني به د ایشیا زړه کانفرانس کې برخه واخلي. د روانې میاشتې په اتمه او نهمه نېټه د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کانفرانس کې به د افغانستان د امنیت سربېره په نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشي.

په بهرنيو او امنیتي چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزيز پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل ، پدې غونډه کې د ګډون لپاره دوه دېرشو هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده او تمه ده چي افغان ولسمشر اشرف غني به هم په دې کانفرنس کې برخه واخلي.

​« د ایشیا د زړه د دغه کانفرانس د بحث وړ یوه موضوع د افغانستان لپاره د لومړیتوبونو ټاکل دي. دوهمه مسئله دا چې د بیلا بیلو هیوادونو شپږ کاري ډلې په افغانستان پورې پر تړلو مسایو کار کوي چې په هغو کې د مخدره موادو او قاچاق پر وړاندې مبارزه ، د بیړنیو حالاتو مدیریت او د امن ټینګښت شامل دي. دا ډلې وروسته خپل راپور وړاندې کوي. په دې کانفرانس کې به د افغانستان پر امنیتي او پرمختیايي مسایلو هم خبرې کیږي. »

افغان ولسمشر د پاکستاني وزیراعظم ته غاړه ورکوي

افغان ولسمشر د پاکستاني وزیراعظم ته غاړه ورکوي

​نوموړي همدا راز وویل چې د کانفرانس په څنډو کې به په افغانستان کې د سولې د ځنډیدلو خبرو د پیا پیل د لارو د لټون په اړه هم خبرې کیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاریس له کانفرانسه لږ وړاندې وروسته له هغې په پاریس کې د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره لیدو ته زړه ښه کړ چې له پاکستانه د پښتنو مشرانو یو دروند پلاوی کابل ته لاړ او په دې اړوند یې ورسره خبرې وکړې.

د ایشیا د زړه د دغه کانفرانس د بحث وړ یوه موضوع د افغانستان لپاره د لومړیتوبونو ټاکل دي.

​بلخوا د مشال راډیو خبریال د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن په حواله وايي چې پرون په اسلام اباد کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې د ایشیا زړه کانفرنس په اړه غونډه وشوه چې پکې د دغې غونډې د تیاریو په اړه خبرې وشوې. پاکستان هیله من دی چې د ایشیا زړه کانفرانس به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پیدا شوی وروستی واټن ختم کړي.

بلخوا پرون په کابل کې د ایشيا زړه هېوادونو د سفيرانو په غونډه کې د دغو هېوادونو د راتلونکي کانفرنس پر ایجنډا خبرې شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا پرون په خپرې شوې اعلاميي کې ویل شوي دي ، چې دغه غونډه پرون په یاد وزارت کې جوړه شوې وه، چې پکې د هند، پاکستان، چين، متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، ايران، ترکيې، روس، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان سفيرانو، د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي نيکولاس هايسم او د ځينو اروپايي هېوادونو سفيرانو هم برخه درلوده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د کابل لپاره د پاکستان سفير سيد ابرار حسين د دغه کانفرنس د ترتيباتو، ایجنډا او ګډونوالو په اړه معلومات وړاندې کړل.

XS
SM
MD
LG