د لاسرسي ځای

پرملا منصور بريد، د طالبانو اختلافات: پر مذاکراتو او جګړه يې اغېز


ملا اختر محمد منصور او ملاعمر

ملا اختر محمد منصور او ملاعمر

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل نه مني. مجاهد او طالبانو تر دوو کلونو پورې د ملا عمر مرګ پټ ساتلی وو. آن د هغه په نامه يې پر خپل ويب سايټ او مطبوعاتو ته په مختلفو موقعو د هغه پيغامونه هم خپرول.

په داسې حال کې چې افغان رسنۍ وايي پاکستان د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ځای ناستې په ټاکلو بوخت دی، افغان چارواکي د ترهګرۍ پر ضد د صادقانه کار غږ کوي.

د رپورټونو ترمخه د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور تېره هفته کوټه کې د يو بل طالب قوماندان عبدالله سرحدي کور ته د طالبانو د مشرۍ پر سر د اختلافاتو په اړه خبرو له ورغلی وو چې د هغه يو ساتونکي مرګونی زخمي کړ.

پاکستان کې د طالبانو ملاتړ کوونکي په دې و نه توانیدل چې د طالبانو لپاره یوه واحده رهبري رامنځ ته کړي. پاکستان که په رښتیا غواړي په سیمه کې د ترهګرۍ ستونزه حل شي نو په ریښتیني توګه دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

ځيني وروستي رپورټونه د ملا منصور د وژل کېدو خبر هم ورکوي خو د افغانستان د اجرايه رياست مرستيال وياند جاويد فیصل نن ازادۍ راډيو ته ويلي چې تر اوسه پورې يوازې د طالبانو د مشر د زخمي کېدو خبر تايدوي.

هغه زياته کړي چې د طالبانو په منځ کې اختلافات د دغه ډلې د کمزورۍ په مانا دي: ((په پاکستان کې د طالبانو ملاتړ کوونکي په دې و نه توانیدل چې د طالبانو لپاره یوه واحده رهبري رامنځ ته کړي. خو زموږ بحث پرون هم دا و او نن هم دا دی چې دغه ډول فعالیتونه (طالبان په يو مشر راټول) هيڅ مرسته نه کوي. پاکستان که په رښتیا غواړي په سیمه کې د ترهګرۍ ستونزه حل شي نو په ریښتیني توګه دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.))

په همدې اړه: افغانستان کې د وژل شوو ۲۲ پاکستانيانو مړي دير ته وروړل شوي.

افغان چارواکي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو ختمول اړين بولي. پاکستان وايي د ضرب عضب عملياتو له لارې يې د ټولو ترهګرو په خلاف بې توپيره عمليات کړي دي.

تېر کال کويټه کې د ملا عمر د نيزدي ملګري ملا عبدالله ذاکر مړي په يو امبولانس کې تر وړنې وروسته خاورو ته وسپارل شو

تېر کال کويټه کې د ملا عمر د نيزدي ملګري ملا عبدالله ذاکر مړي په يو امبولانس کې تر وړنې وروسته خاورو ته وسپارل شو

طالبان او پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د پاکستان په خاوره د مرکزونو شتون ردوي چې د جون په مياشت کې اسلام اباد سره نيزدي مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات وشول. تمه وه چې د پاکستان په منځګړتوب کېدونکو دغه خبرو دوهم پړاو هم وشي خو د طالبانو د مشر ملا محمد د مرګ د خبر له وجې ونه شو.

د ملا عمر تر مرګ وروسته ملا اختر محمد منصور ځان د طالب وسله والو مشر اعلان کړ خو ځيني طالبانو هغه خپل مشر ونه مانه. مخالفه طالبانو ملا رسول خپل مشر ونوماوه او د همغه ډلې په کوټه کې پر ملا اختر محمد منصور د وروستي بريد پړه پر غاړه اخيستي.

ځيتي مطبوعاتو ويلي چې ملا اختر محمد منصور تر ژوبل کېدو وروسته د کويټې په يو روغتون کې ساه ورکړه او پر ځای يې ملا هیبت الله اخند سرپرست ټاکل شوی دی.

د طالبانو ترمنځ اختلافات د سولې خبرې ستونزمنوي. موږ د یوې جامع او ټول شموله سولې په هڅه کې یو.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل نه مني. ياده دي وي چې مجاهد او طالبانو تر دوو کلونو پورې د ملا عمر مرګ پټ ساتلی وو. آن د هغه په نامه يې په خپل ويب سايټ کې په مختلفو موقعو د هغه پيغامونه هم خپرول.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادۍ راډيو ته ويلي چې که هر څه وي د طالبانو ترمنځ اختلافات د سولې خبرې ستونزمنوي. هغه زياته کړي: ((موږ د یوې جامع او ټول شموله سولې په هڅه کې یو.))

XS
SM
MD
LG