د لاسرسي ځای

د خوست رضاکاران څنګه د خلکو ستونزې حلوي؟


د خوست مدني فعال

د خوست مدني فعال

د خوست مدني فعالان او رضا کارانو نن دغلته د اطلاعات او کلتور په رياست کې د رضاکارانو نړيواله ورځ ولمانځله. دوی وايي چې له پخوا څخه رضا کاره کارونه په پښتنو کې دود دي او له دې لارې د ډېر کارونه په لږ لګښت کيدلی او د خلکو تر منځ مينه زياتيدلی شي.

اسدالله فروتن هره ورځ په خوست ښار کې هغو نيالګيوو ته اوبه ورکوي چې د رضاکاره کار پر مهال يې کرلي دي. هغه چې له دې اوزګار شي نو ماشومانو ته وړيا زده کړې هم ورکوي او په بېلابېلو مسايلو د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه زياتوي.

((زه د یو رضا کار په توګه هره ورځ تر شلو نیالګي اوبوم. هر مازدیګر دېرشو ماشومانو ته د ښوونځي زده کړه ورکوم. د هغې سره په څنګ کې چې کومو ځوانانو سره مخامخیږم نو کوشش کوم دوی وهڅوم چې زما په شان په رضاکاره ډول ځيني خيريه کارونونو کې برخه واخلي.))

اسدالله په خوست کې يوازيني رضاکار نه دی. د هغه په شان دلته د بېلابېلو ټولنو پورې اړونده په زرګونو ځوانان شته دی چې د ولايت په مختلفو سيمو کې د نیالګیو په کېنولو، لوونو، د کاریزونو او ویالو په پاکولو، ودونو، خیراتونو او نورو ټولنیزو کارونو کې د خلکو سره مرسته کوي.

رضاکارانه کار له باچاخان څخه موږ ته راپاتې دی.

مدني فعال روان نورزي مشال ريډيو ته وويل چې رضا کارو په ټولنه کې د پوهنې د کچې د لوړلو او خلکو ته د کسب د ورزده کولو له پاره هم د یادونې وړ کارونه ترسره کړي دي.

هغه وويل چې د نورو خلکو سره د مرستې دود ورته له باچا خان څخه پاتې دي او کوشش کوي چې همغسي د اړو هيوادوالو مرسته وکړي.

"رضاکاري د پښتنو د دود یوه برخه ده. د شلمې پیړۍ په پیل کې کله چې باچاخان هڅه وکړه تر څو پښتانه له ستونزو او کړاونو وژغوري. ده رضاکارانه کارونه شروع کړل او د پښتونخوا په تقریباً پنځه سوو کلو کې يې دري لکه رضا کاران وروزل. دې رضا کارانو به وخت پر وخت ماشومانو ته زده کړې ورکولې او لویان به يې د مختلفو کسبونو سره اشنا کول."

د خوست مدني فعالانو له خوا پخوا د کندوز جنګ ځپلو سره هم مرستې شوي

د خوست مدني فعالانو له خوا پخوا د کندوز جنګ ځپلو سره هم مرستې شوي

د افغانستان د نورو برخو په شان په خوست ولايت کې رضاکار ځوانان روغتيايي هلو ځلو کې هم برخه اخلي.

دغلته د واکسینو د پروګرام مشر ډاکټر نجیب الرحمن وايي چې دوی خواوشا دوه زره رضا کاران ګمارلي چې له یوې خوا د واکسینو په کمپاینونو کې برخه اخلي او په کلو کې نارغانو ته یو شمېر دوا درمل وویشي. ((زموږ رضاکاران همداراز د ځينو وژونکو ناروغیو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي.))

XS
SM
MD
LG