د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اسمبلي: د چين اقتصادي راهدارۍ نقشې ښکاره کړئ


د چين - پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه مخکې هم مظاهرې شوي دي.
د چين - پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه مخکې هم مظاهرې شوي دي.

د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ د چين د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه په شريک قرارداد کې ويلي چې مرکزي حکومت غواړي د پښتنو پر سيمه تيريدونکې مغربي لاره له پامه وغورځوي او پر ځای یې پر پنجاب تېردونکې، مشرقي لاره کار وکړي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ پرون د يو متفقه قرارداد له لارې له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړي چې د پاکستان او چين ترمينځ د شوي اقتصادي راهدارۍ تړون او د مغربي لارې نقشې دې په ډاګه کړي.

دا قرارداد پرون واکمن تحريک انصاف او اپوزيشن ګوندونو په ګډه وړاندې کړ او په لوی اکثريت منظور کړل شو. په قرارداد کې له وفاقي حکومته غوښتنه شوي چې په مغربي لارې کې شامل ټولې پروژي دي سر ته ورسول شي او په دي اړه کره مالومات دې ورکړل شي.

د چين سفير ته مو هم يو ليک استولی او د پښتنو سياستوالو ټولې اندېښنې مو پکې بيان کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د قدرتي زېرمو وزيرې انېسه زيب د قرارداد د وړاندې کولو په مهال وويل: ((له بده مرغه د مرکزي حکومت له خوا د وړاندې شوي بجټ او چين سره اقتصادي لارې پروژې نقشې ښئ چې په دې اړه د سياسي ګوندونو سره پر پخوانيوو شوو فیصلو عمل نه دی شوی. موږ غوښتنه کوو چې د دې منصوبې ټول اړونده اسناد دې د ولس په مخ کې کېښودل شي.))

د پاکستان مرکزي حکومت د چين سره د اقتصادي راهدارۍ د عملي کولو لپاره د دوو لارو د جوړولو خبره کړي وه.يوه مغربي لار چې ډېره برخه يې پر پښتنو او بلوچو سيمو تيريږي. دوهمه مشرقي لار ده چې ډېره برخه يې په پنجاب کې ده.

پښتانه او بلوچ ملت پاله سياسي ګوندونه وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت خپله هغه وعده ماته کړې چې ويلي يې وو لومړی به مغربي لاره او ورسره صنعتي زونونه جوړوي. دوی تور لګوي چې مرکزي حکومت د پنچاب د ترقۍ او پښتنو سيمو د وروسته پاتې کولو لپاره مشرقي لار جوړوي او مغربي لار يې له پامه غورځولې.

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي
د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي

د پاکستان حکمران ګوند، مسلم ليګ (ن) چارواکو په بيا بيا ويلي چې داسې نه ده او دوی د ټولو صوبو اندېښنې په پام کې ساتلي دي خو د صوبايي اسمبلۍ غړو له غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د وفاقي حکومت موقف مبهم دی.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپېکر اسد قیصر پرون پر قرارداد د بحث پر مهال ويل چې اسلام اباد کې يې د چين سفير ته هم يو ليک استولی او د پښتنو سياستوالو ټولې اندېښنې يې پکې بيان کړي دي.

ياده دي وي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف څه موده وړاندې ويلي وو چې د اقتصادي راهدارۍ پروژه به په هر حال کې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG