د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳۷ تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار چارواکي وايي چې افغان ګډو امنیتي ځواکونو د تيرو څلرویشتو ساعتونو په دوران کې د اچين ولسوالۍ په مریوطابو کې د پيل شويو عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه داعش وسله وال وژلي او څلور تنه يې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګياني د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې یادځمکني او هوايي عملیات چې د اچين ولسوالۍ په تريلي او کرکڼې سیمه کې تر سره شول، ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خوګياڼي وړاندې وايي چې هم نن د شبنې په ورځ د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسین مشرقیوال اچين ولسوالۍ ته په لاره و چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند شینواري کلا سيمه کې يې په رینجر موټر بمي چاودنه وشوه خپله ترې روغ وتی، خو د پوليسو رینجر موټر يې زیانمن کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG