د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویډن: هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري بیرته یې استوو


افغانستان او سویډن پرون د هغو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو د پيل موافقه وکړه چې د پناه غوښتلو اسناد یې رد کړل شوی دي.

د سویډن حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو پر وړاندې خپل قوانین سختوي او هغو ټولو خلکو ته به چې په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کوي، د دایمي اوسيدو اسناد نه ورکوي.

د سویډن وزيراعظم وویل چې سږ کال کې لږ تر لږه ۲۰ زره افغانان چې زیات شمير یې ځوانان دي په غیر قانوني لارو دغه هيواد ته ورغلي دي.

نوموړي همدا راز له افغانستان سره په راتلونکو لسو کلونو کې د ۱ ارب ډالرو مرستې اعلان هم وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په سټاک هوم کې د سویډن د حکومت له بشري مرستو مننه وکړه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG