د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اسیا زړه کنفرانس کې به د افغان سولې پر بیا پیلېدو هم خبرې وشي”


د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی ښايي روانه اونۍ په اسلام اباد کې ((د اسیا زړه هېوادونه)) په کنفرانس کې ګډون وکړي.

په دغه کانفرس کې به پر مهمو سیمیزو مسلو خبرې کیږي.

د سولې د عالي شورا غړي حبیب الله فوزي د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:

((په دې کنفرانس کې به د افغان حکومت استازيتوب وشي چې د حکومت پلاوې او د سولې د عالي شورا غړي به ګډون په کې وکړي.))

ولسمشر محمد اشرف غني تر اوسه په اسلام اباد کې د ((اسیا زړه هېوادونه)) په کنفرانس کې د خپل ګډون خبر نه دی تایید کړی خو د جمعې پر ورځ یې په سویډن کې خبریالانوته وویل چې کابل ته تر رسیدو وروسته به پریکړه وکړي.

دغه دوه ورځنۍ کنفرانس د دسمبر په اتمه په اسلام اباد کې پېليږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG