نن په پنجاب او سند صوبو کې د بلدياتي انتخاباتو په دريم پړاو کې خلک رایي اچوي.
د پاکستان اليکشن کميشن ترمخه د پنجاب په دولسو او د سند په شپږ ضلعو کې د پولنګ يا د ووټ اچولو بهير له سحر اوونيمو بجو څخه پيل شوی چې د ماښام پينځو بجو پورې به دوام ولري.
د سند په کراچۍ ښار کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي.
په دغه ښار کې د امنيت لپاره له ديرش زرو څخه زيات پوليس والا او اووه زره د رينجرز ځواک ځای پر ځای کړل شوي دي.