د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قبایلي سیمو د اییني حثیت په اړه دې له ولسه پوښتنه وشي”


د قبايلي سيمې د پارليمان پخواني غړي حميد الله جان په مشرۍ کې اوويا کسيزه جرګې د جمعې پر ورځ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر خورشيد شاه سره ملاقات کړي کړی دی.

په دې ملاقات کې جرګې له خورشيد شاه څخه غوښتنې چې د قبايلي سيمو د آیيني حثيت په اړه دې له قبايلي ولسه پوښتنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د فاټا سیاسي اتحاد او د پارلیمان ځیني غړو په دې وروستيو کې په قامي اسمبلي کې قانوني مسوده جمع کړي وه چې پکې د قبایلي سيمو آیيني حثيت کې د بدلون غوښتنه شوې وه.

پر دغه مسوده تر اوسه پورې له قبایلي سمیو څخه د پارلمیان ځیني غړي قبایلي سیمې د خېبر پښتونخوا صوبې سره تړل غواړي او ځېنې سیاستوال یې د اوسنې حیثیت په حق کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG