د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د پاکستان د انرژۍ بازار ته لاره مومي


انټرنېشنل هېرالډ ټريبيون ورځپاڼې د روس لخوا پاکستان ته د ګېس د ورکړي په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په داسې حال کې چې د اوکراين پر سر له امريکا او اروپايي اتحاديې سره د روس اړيکې ترينګلې شوي دي او ماسکو وېره لري چې اروپايي مارکېټ به له لاسه ورکړي،

انټرنېشنل هېرالډ ټريبيون ورځپاڼې د روس لخوا پاکستان ته د ګېس د ورکړي په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په داسې حال کې چې د اوکراين پر سر له امريکا او اروپايي اتحاديې سره د روس اړيکې ترينګلې شوي دي او ماسکو وېره لري چې اروپايي مارکېټ به له لاسه ورکړي، پاکستان ته يې د ګېس د لېږد لپاره د نلليکې غځولو وړانديز کړی دی.

ورځپاڼه ليکي، روس د اروپايي اتحاديې د انرژۍ اړتياوو د پوره کولو لپاره د ګېس يو لوی لېږدوونکی هيواد دی. خو د دواړو لوريو تر منځ د تجارت او توانايي په برخه کې اړيکې تېر کال تر هغه وروسته ترينګلې شوې چې کله ماسکو د اوکراين کرايميا سيمه په ځان ګډه کړه.

تر را وروسته تېره اونۍ د ترکيې لخوا له شام سره پر پوله د روسي جنګي الوتکې د ويشتلو پيښې د دواړو هيوادونو تر منځ لانجه پيدا کړه.

ترکيه د خپل ۵۰ فيصده ګېس اړتياوي د روس لخوا پوره کوي. بلخوا اوس تمه څرګنده کيږي چې امريکا ميدان ته را ودانګي او اروپايي اتحاديې ته د ګېس لېږد پېل کړي چې دا به د روس لپاره لوی ګوزار وي.

ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې روس په نړۍ کې دوهم لوی ګېس توليدوونکی هيواد دی، اوس د ګېس د خرڅلاو لپاره د متبادل بازار په لټه کې دی.

دغه هيواد له چين سره وار د مخه د ارباوو ډالرو د توانايي لوظنامه لاسليک کړې ده. په داسې حال کې پاکستان هم د روس د ګېس لپاره لوی بازار ګرځېدای شي ځکه چې دا هيواد د ګېس له کمي سره مخامخ دی.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګېس پر يوې نلليکي کار کوي چې تاپي نوميږي او دا به افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کيږي. د روس نلليکه به هم له تاپي نلليکي سره پر څنګ د پاکستان تر ګوادره غځول کيږي.

روس وار دمخه لا پاکستان ته په راتلونکو دوو کلونو کې د مايع ګېس د ورکړي وړانديز کړی دی. دواړو حکومتونوله کراچي څخه تر لاهوره د نلليکي غځولو پروژه هم لاسليک کړې ده چې دوه اربه ډالره مصرف به يې ماسکو ورکوي.

XS
SM
MD
LG