د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور مړينه تاييد کړه


افغان چارواکو نن (جعمه) د وسله والو طالبانو د مشر ملااخترمحمدمنصور چې له څو میاشتو راهیسې د دې ډلې د مشرۍ د مقام پر سر د خپلو سیالانو له مخالفت سره مخامخ و، مړینه تایید کړه.

افغان چارواکو نن (جعمه) د وسله والو طالبانو د مشر ملااخترمحمدمنصور چې له څو میاشتو راهیسې د دې ډلې د مشرۍ د مقام پر سر د خپلو سیالانو له مخالفت سره مخامخ و، مړینه تایید کړه.

د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي چې لومړی ځل یې د ملا اخترمحمدمنصور د ټپي کیدو خبر ورکړی و، نن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې نوموړی د سختو ټپونو له کبله مړ شوی دی.

فیضي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو مخکې یې آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې ملا اخترمحمدمنصور د کوټې د ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې د کوچلاغ په سیمه کې، ټپي شوی و. د اخترمنصور د ډلې ویندویانو له پیله دا خبرې آوازې بللي او رد کړي یې دي.

ملا منصور د ملامحمدعمر له مرموزې مړینې وروسته ځان د طالبانو د مشر په توګه اعلان کړ خو دا کار یې د مخالفینو له سخت غبرګون سره مخ شو. د ده په مخالفینو کې یوه، ملامحمدرسول وروسته د طالبانو جلا ډله جوړه کړه او ځان یې د هغې ډلې مشر وباله او د دې دوو ډلو ترمینځ له همغه راهیسې خونړۍ نښتې پیل شوې چې د دواړو خواوو ګڼ شمیر پلویان جنګیالي پکې ووژل شول.

په هلمند کې د ملي پولیسو د زون قوماندان چې په دې ولایت کې له وسله والو مخالفینو سره د جګړو مشري کوي د ملا اختر منصور د مړینې آوازې دقیقې بولي. پاسوال عصمت الله دولتزي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزییات څرګند کړل:

(ملا اخترمنصور د کوټې په کوچلاغ سیمه کې د یو غونډې په بهیر کې د خپلو ذات البیني اختلافاتو له کبله ژور ټپي شوی و، وروسته له ټپي کیدو څخه د کوټې يوه روغتون ته انتقال شوی و، او هلته په روغتون کې یې سا ورکړې، مړ دی، ژوندی نه دی.)

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډیری پلویان په هلمند ولایت کې دیره دي. پاسوال دولتزی وايي، د ملااخترمحمدمنصور مړینه به د طالبانو جګړه ایز قابلیت ته سخته ضربه ورکړي:

(ډیره ستره اغیزه به ولري. د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره ډیر مثبت اثر لري او طالبانو او وسله والو مخالفینو ته ډیر ستر تاوان دی او ډیر بد اغیز به پرې وکړي. د دوی جنګي توان او جنګي ماشین په ټپه دروي.)

له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول په دې وروستیو کې له اختر محمد منصور سره خپل مخالفت په ډاګه اعلان کړی و، او په تیرو څو اونیو کې د دې دوو ډلو ترمینځ په تیره په زابل ولایت کې د خونړیو جګړو راپورونه هم ورکړل شول.

په راپورونو کې ویل کیدل چې په دې جګړو کې د ملارسول د ډلې طالبانو ته سخت تلفات هم اوښتي وو چې د طالبانو د نامتو قوماندان ملادادالله ورور- منصور دادالله هم په دې ډله کې و. که څه هم د دادالله مړینه تراوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې خو د هغه د ټپي کیدو د خبر له خپریدو وروسته بیا د هغه پته ونه لګیده.

پر ملا اختر محمد منصور د برید په اړه هم ویل کیږي چې د طالبانو د جلاشوې ډلې له خوا تنظیم شوې انتقامي حمله وه.

XS
SM
MD
LG