د لاسرسي ځای

اوباما: امکان دی چې د کیلیفورنیا وسله وال برید د ترهګرۍ پېښه وي


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، امکان شته چې د کیلیفورنیا په جنوب کې د ډله ییزې وژنې، پرونۍ حمله له ترهګرۍ سره تړلې وي.

نوموړي بېګا په واشنګټن کې ولس ته د وینا پر وخت وویل، دوی ته تر اوسه معلومه نه ده چې دوه وسله والو ولې ډزې وکړې، خو په کور کې یې وسلې وې.

پولیس وايي، د سید رضوان فاروق او د هغه ښځې تاشفین ملک په نوم مشکوکه وسله والو په سان برنارډینو کې پر یوې مېلې ډزې وکړې چې پکې ۱۴ کسان ووژل شول او ۲۱ ژوبل شول.

پولیس وايي، دواړه مشکوک کسان له پاکستان او سعودي عرب سره تړاو لري او دا چې فاروق له ځېنو داسې مشکوکه ترهګرو سره اړیکي لرل چې امریکايي چارواکو ته مالوم ول. په واشنګټن کې د سعودي عرب سفارت وايي، فاروق د تېر کال په اوړي کې په سعودي عرب کې نهه ورځې تېرې کړې وي.

XS
SM
MD
LG