د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: له خوست سره د مور او میرې چلند کیږي


د خوست دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغان حکومت له خوا د یاد ولایت سره د مور او میرې سلوک شوی او د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې.

د خوست دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغان حکومت له خوا د یاد ولایت سره د مور او میرې سلوک شوی او د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې.

دوی زیاتوي په دې موده کې نه یوازې د خوست اساسي پرمختیا ته پاملرنه نه ده، شوې بلکې د دې ولایت کدرونه هم د حکومت مهمو پستونو او چوکیو باندې نه دي ګمارل شوي.

یادې څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ ویناوالو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو په هغه غونډه کې وکړې، چې د افغان حکومت د اجراییه رئیس د یو شمېر سلاکارانو په ګډون جوړه شوې وه.

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وویل، سره له دې چې په خوست کې د پرمختیا او بیارغونې له پاره ښه شرایط او ظرفیتونه موجود ول، خو دوی د مرکزي حکومت له پاملرنې بې برخې پاتې شوي دي.

ده زیاته کړه:

"په بګرام کې مو بې سرنوشته بندیان موجود دي، دې ته باید پام وشي، د خوست با استعداده خلک او کدرونه باید په نظام کې جذب شي، زموږ سره په تېره یوه نیمه لسیزه کې د حکومت له خوا په ټولو برخو کې د مور او میرې سلوک شوی دی. "

مولوي سردار وړاندې وویل، چې د خوست کدرونه ته باید د وزیر، سفیر او والي پستونه ورکړل شي.

مدني فعال نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې وویل، هر کله چې حکومت د خوستوالو څخه په ټاکنو او نورو ملي بهیرونو کې ګډون غواړي، د نظام ملاتړ ترې غواړي، نو باید په سیاسي پروسه کې هم ونډه ورکړل شي:

"کله چې انتخابات وي، نو خوستوال په کې قرباني ورکوي، کله چې د وطن ساتنې خبره وي، خوستوال قرباني ورکوي، خو کله چې په سیاسي پروسه کې د سهم او ونډې خبره وي، نو بیا دا سیمه هیره وي"

د ډاکټر عبدالله عبدالله اقتصادي سلاکار جهش انصار هم په خوست کې د اقتصادي پانګونو له پاره شرایط وړ وبلل او د هغو خوستیو پانګوالو څخه چې د هېواده يې بهر پانګونې کړي، غوښتنه وکړه چې په داخل کې پانګونه وکړي.

ده د ملي یووالي حکومت د چارواکو له اړخه خوستیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د پانګونې له پاره به ټول لازم شرایط برابر کړي.

جهش انصار دا هم وویل که په افغانستان کې ښې پانګونې وشي، نو دا به نه یوازې د دې هېواد له اقتصادي بسیاتوب سره مرسته وکړي، بلکې د خلکو یوې سترې برخې ته به کارموندنې شرایط هم برابر شي.

د قومونو او قبایلو په چارو کې د حکومت د اجراييه ريس سلاکار غازي نواز تڼي هم په خپل نوبت د خوست د خلکو غوښتنې او له حکومته ګیلې پر ځای وګنلې او زیاته يې کړه، چې تر دې وروسته به د خوستوالو هرې غوښتنې ته رسیده ګي وشي.

ښاغلي تڼي زیاته کړه، د حکومت اجراييه رئیس سره يې د خوستوالو ډیری غوښتنې شریکې کړي او هغه ورسره د ترسره کولو ژمنې کړې دي.

د اجراييه رئیس سلاکارانو نه د خوست مشرانو او دیني عالمانو یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د غلام خان بندر ترانزیټ، په یاد ولایت کې د عربي اماراتو، پاکستان او هند د قونسلګریو د خلاصولو، حکومت ته د خوست د کدرونو جذب او یاد ولایت ته د وارداتي برښنا د غځونې په برخو کې دې د ملي یووالي حکومت دوی سره کړې ژمنې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG