د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۸وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي،د چارشنبې پر ورځ افغان ګډو امنيتي ځواکونو د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل شويو عملیاتو په ترڅ کې د توپچي بريديونو په نتیجه کې اوه تنه د دولت مخالف وسله وال وژلي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر نه د پنجشنبې د ورځې په خبر پاڼه کې راغلي: چې د ننګرهار د هوايي ډګر د ځانګړې قطعې موظفینو د غني خيلو ولسوالۍ اړوند سیاچو سیمه کې عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې شپږ تنه مشکوک د پينځه میله بېلابېلو وسلو، يو پايه مخابرې او له ډول ډول چاودونکو توکو سره نيولي دي.

خبرپاڼه لیکي چې په نيول شويو کسانو کې پينځه تنه د سوات اوسیدونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG