د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغان سولې بهیر پرمختګ د پاکستان له هڅو سره تړلی”


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې پرمختګ د پاکستان په رښتونو هڅو پورې تړلی دی.

دا خبره حنیف د چارشنبې په روځ ناوخته په کابل کې د روس او چین له سفیرانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ په دې اړه بېګا مشال راډیو ته وویل ،د ملي امنیت د شورا سلاکار څرګنده کړه چې د سولې په بهیر کې تر هغه وخت په پرمختګ باور نه شي کیدای چې وسله والو ترهګرو فعالیتونو ته شا کړې نه وي او پاکستان د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو پر ضد صادقانه ګامونه نه وي اخیستي.

د تواب غورځنګ په وینا ، د روس او چین سفیرانو وویل چې دوی د افغان دولت د سولې د تګلارې ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG