د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوال: د زرغون ښار د روغتون چارې دې بشپړې شي


د پکتیکا ولایت د زرغون ولسوالۍ قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د یادې سیمې اوسیدونکي د پوهنې، سړکونو او روغتیا په برخو کې له ګڼو سره مخامخ دي.

د پکتیکا ولایت د زرغون ولسوالۍ قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د یادې سیمې اوسیدونکي د پوهنې، سړکونو او روغتیا په برخو کې له ګڼو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي له پنځو کالونو راهیسې په زرغون ښار کې د IOM موسسې له خوا د یو روغتون د جوړولو چارې پیل شوي، خو تر اوسه هم نه دي بشپړې شوي.

قومي مشران نظر ګل او ډګروال ګلاخان وايي، چې دوی د امنیت په ټېنګولو او د حکومت د برنامو په پلي کولو کې تر هر چا زیات له حکومت سره مرسته کړې، خو د حکومت پاملرنه ورته لږه ده.

نظر ګل وايي:

((موږ امنیت ساتلی، حکومت چې هره برنامه راوړې موږ يې ملاتړ کړی او عملي کړې مو ده، خو تاسو وینئ، نه مو مکتب په مکتب حسابیږي او نه مو په دې پنځو کالونو کې صحي کلینک جوړیږي.))

همدارنګه د یادې ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر ډګروال ګلاخان د پوهنې په ډګر کې ستونزې یادوي او وايي:

((تعلیم او مکتب د هرې ټولنې راتلونکی دی، خو زموږ ماشومان او ځوانان په دې برخه کې پریمانه ستونزې لري، مکتبونه يې لږ دي، لیرې دي، مسلکي ښوونکي نه لري او د شاګردانو تعلمي سویه ډېره کمزورې ده.))

ظابط زار خان د زرغون د ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی دی، نوموړی هم وايي د دوی روغتون باید دا درې کاله مخکې جوړ شوی وای او نن يې خلکو ته ښه او معیاري خدمتونه درلودای، خو دې برخې ته نه مسوولې انجیو او نه هم په پکتیکا کې ځايي چارواکو لازمه پاملرنه کړې ده.

دی له ځايي چارواکو په کلکه غواړي، چې د زرغون ښار په ولسوالۍ کې د بیارغونې او کار ښو شرایطو ته په کتو دې، د دوی ولسوالۍ ته پام ور ډېر کړي.

د پکتیکا والي امین الله شارق د زرغون ښار ولسوالۍ د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او وايي، چې حکومت سره د دې سیمې د خلکو د ښې همکارۍ له کبله ده، چې په یاده سیمه کې هر ډول پرمختیايي چارو ته ښه زمینه برابره ده.

ده د خیرکوټ د سیمې اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، د روغتیايي موسسې سره به تفاهم کې به د دوی د روغتون ودانیزې چارې بشپړوي:

د (ای او ام ) موسیسي له مسئولینو سره مې خبرې کړي او په نږدې راتلونکې کې به د روغتون چارې بشپړي شي او د عامي روغتیا په برخه کې به د خلکو ستونزي حل شي، همدارنګه د پوهنې او سړکونو په برخه کې هم زه یو شمېر ځانګړې برنامې لرم او د پلي کولو په هڅه کې یم، که زموږ همکاري په همدې ډول دوام پیدا کړي، په ډاډ سره وایم چې د دې سیمې د خلکو په ژوند او حکومتدارۍ کې به مثبت بدلونونه رامنځته کړو.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د پکتیکا والي او نورو ځايي چارواکو د یاد پراخ ولایت لیرې او نږدې ولسوالیو ته سفرونه پیل کړي او د خلکو او محلي چارواکو سره د ناستو له لارې د دوی ستونزې اوري او د حل له پاره يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې کوي.

XS
SM
MD
LG