د لاسرسي ځای

کلیفورنیا: په وسله وال برید کې ۳۱ کسان مړه او ژوبل شوي


دامریکا پولیس وايي دکلفورنیا دایالت په جنوب کې لږترلږه ۱۴ کسه په ډزو وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.پولیس وایی داجتماعی خدماتو په یوه مرکز کې دغه ډزي پرون د ځايي وخت سره سم ، د ورځې په یوولسو بجو وشوې.ویل کیږي چې درې وسله وال برید کوونکي دسن بیرنادینو ښاردغه مرکزته ننوتلي او په خلکو یې ډزې کړې دي.

رپوټونه وايي چې برید کوونکي تښتیدلي خو پولیسو وروسته دوه مشکوک کسان وژلی دی. پولیسو د ډزو سیمې کې چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. د بمونو ناکاره کونکیو دغه توکي په خپل قابو کې اخیستي دي.

پولیسو د دریم بریدګر د نیولو لپاره په یاده سیمه کې کور په کور پلټنه هم پیل کړې ده. د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره FBI وايي دا خبره له پامه نشي غورځول کیدای چې ګوندې دا به د ترهګرۍ کورنۍ یا نړیواله پېښه وي، خو پولیس وايي دوی نه پوهیږي د دغې ډلئیزې وژنې هدف څه و ؟

د سان برناډینو پولیسو مشر جارود بورګوان وايي : « هغوی ( بریدګر ) پوره چمتو راغلل ، چې څه یې غوښتل ویې کړل. داسې ښکاري چې دوی په یو مشن راغلي وو. » نوموړی وايي پولیسو د وړو ټوپکو په ځای لویې ټوپکې کارولي دي.

XS
SM
MD
LG