د لاسرسي ځای

افغان چارواکي د ملا اختر منصور د ژوبلېدو خبر ورکوي


د ملا اخترمنصور انځور

د ملا اخترمنصور انځور

افغان چارواکي وايي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د طالبانو د يوی خپلمنځي جګړې پر مهال سخت ژوبل شوی دی .

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي د چهارشنبی په ماښام ازادۍ راډيو ته اوويل: ملا اخترمحمد منصور سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د محب الله په نوم یو تن چې ځان د ملا منصور دادالله د کوماندانانو څخه یو کوماندان معرفي کوي د مشال راډیو افغان څانګې ته یې په دې اړه وویل :

موږ د دې پېښې پړه په غاړه اخلو ، زموږ استخدام شویو ملګرو لخوا دغه برید ترسره شوی دی.

« موږ د دې پېښې پړه په غاړه اخلو ، زموږ استخدام شویو ملګرو لخوا دغه برید ترسره شوی دی. نور د ملا اخترمحمد منصور چې کوم شېخان دي یا پلویان دي، هغه موږ په نښه کړي دي. دا داسې حمله وه چې د ماسختن د ډوډۍ نه وروسته دوی چېرته مېلمانه وو ، موږ خپل ملګري ورته اماده کړي وو، هلته مو یو څوک په استخباراتي ډول پکار اچولی و ، هغه موږ ته معلومات راکړل. هغوی موږ ته معلومات راکړل چې دا کار حقیقت لري، په اول قدم کې یې پیره داران وویشتل ، بیا دننه ورغلل او هلته موجود کسان یې وویشتل »

ښاغلي فيضی زياته کړه چی ملا اختر محمد منصور د پاکستان د کوېټې ښار په ۲۵ کېلومټرۍ کې په یوې نښته کې ژوبل شوی دی.

د فيضي په وينا د طالبانو خپلمنځي جګړه د يوې غونډې په وخت رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې د طالبانو د يو کوماندان عبدالله سرحدي په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په يوه بیانيه کی د ملا اختر محمد منصورژوبلېدل او د طالبانو خپلمنځي شخړې راپورونه بی بنياده ګرځولي دي.

ملا اخترمنصور چې تر کلونو کلونو پورې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر مرستیال پاتې شوی و ، د روان کال په جولايي میاشت کې د افغان طالبانو د نوي مشر په توګه څرګند شو. د ملا عمر د مړینې خبر هم تر دوو کلونو پورې پټ ساتل شوی و. د طالبانو یو شمېر مشران په دې رضا نه وو چې ملا اختر محمد منصور دې د افغان طالبانو مشر وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG